د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د تله گاومیشي کلي په سیمه کې ۱۳۶۷۶ متره مربع ساحه له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه او خوندي شوه.
د یادې ساحې د پاکولو عملیات د یوې اوونۍ په موده کې بشپړ شول، په دغو عملیاتو کې د یادې موسسې اړوند AIM-02 او MDU-03 دوو تخنیکي ټیمونو فعالیت کړی او د ماین پاکۍ د عملیاتو په ترڅ کې یو ۱۰ کیلوګرامه AIM ماین کشف او له منځه یووړل شو او ۱۱۶۱ ټوټې فلزي پاتې شوني هم له سیمې څخه راټول او لرې کړل شول.
د ساحې په بشپړ ډول له پاکولو وروسته، ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه د سیمې د خلکو د خوندي تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.
د دې عملیاتو په بشپړېدو سره د تله گاومیشي کلي اوسېدونکو ته زمینه برابره شوه چې له ماینونو او ناچاودو توکو د احتمالي ګواښ پرته، په خوندي ډول له یادې سیمې څخه د تګ راتګ او نورو ورځنیو چارو لپاره استفاده وکړي.
