پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال؛ د خطرونو کمولو او پیښو سره مبارزې لپاره باید په لومړۍ کرښه کې شتون ولرو

rahyab
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۱۰:۲۸
ِDeputy Minister

غبرګولي 27 مه 1399
د بیړنۍ بودجې مصرفولو لایحې په وروستۍ کولو باندي مشورتي ناسته نن ورځ د مطیع الله صافی پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال په مشرۍ، د رئیسانو، مشاورینو او اړوندو برخو آمرینو په شتون ترسره شوه.
مطیع الله صافی پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: زموږ هیواد خپل جغرافیایی موقعیت په درلودو سره، د پیښو خطرونو پر وړاندي له جدي ګواښ سره مخامخ دی. نو ځکه د خطرونو کمولو او د پیښو سره مبارزې لپاره باید په لومړۍ کرښه کې شتون ولرو.
په دغه ناسته کې د بیړنیو حالاتو عملیاتو مرکز رئیس، حقوقي او تخنیکي مشاورینو د لایحې په مواردو کې خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندي کړل.
د ناستې په اخیره کې مطیع الله صافی مسئولینو ته لازمې سپارښتني وکړې، ترڅو د بیړنۍ بودجې مصروفولو لایحې په وروستۍ کولو او د پیښو سره مبارزې عالي دولتي کمیسیون ته یې په استولو کې جدي پام ونیسي.

22

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۴:۱۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴۲ کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې وووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SCI او د PU-AMI موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت اړوند د یو روزنتون یتیمانو، بې سرپرسته او د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شویو ۶۴۲. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ۵ کړۍ چاودېدونکي توکي کشف خنثی کړل. 

د یادې مؤسسې اړوند (AIM-01. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۲۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .