د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز په لټکو سیمه کې د دوه میلیونه او اوه لکه او اوه ویشت زره او اوه سوه او شپږ پنځوس (۲،۷۲۷،۷۵۶) افغانیو په لګښت د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته.
یاده پروژه د ۵۳ متره اوږدوالي په درلودلو سره د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو، د خوست ولایت د مرستیال والي او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.
مسؤلینو دا کانال د اوبو د غوره مدیریت او د طبیعي پېښو د احتمالي خطرونو د کمولو برخه کې یو مهم ګام یاد کړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
