پکتيا پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رييس د (IRC) له توزيع څخه څارنه تر سره کړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۱:۲۳
تصویر خبر

پکتیا  - ۱۴۴۴/۱۰/۲۰
پکتيا ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رييس مولوي نثار احمد نجات د خپل کاري ټيم په ملتيا زرمت ولسوالۍ ته په داسې وخت کې کاري سفر تر سره کړ، چې هلته د IRC (ژغورنې نړيوالې موسسې) پر ۲۰۰ اړمنو د البسې د توزيع لړۍ روانه وه، مولوي نثار احمد نجات د توزيع ځای ته لاړ او توزيع يې له نږدې څخه وڅارله. 
ده د يادې موسسې له مسوولينو مننه وکړه، چې زموږ سره په همغږۍ باندې سيمې او اړمنې کورنۍ سروې کوي او وروسته ورسره د بېلابېلو توکو مرستې تر سره کوي په ياده مرسته کې هرې سروې شوې اړمنې کورنۍ ته درې کمپلې، نارينه او ښځينه بوټان، د نارينه او ښځينه له پاره څادرونه، د ښځينه او نارينه له پاره چاکټونه او د ماشومانو جرابې شاملې وې.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم يادې موسسې په ډنډې پټان ولسوالۍ، لجه منګل ولسوالۍ، احمدخيلو ولسوالۍ، ميرزکې ولسوالۍ، سيدکرم ولسوالۍ، روحاني بابا ولسوالۍ او نن ورځ په زرمت ولسوالۍ کې پر سروې شوو اړمنو د البسې کېټونه وويشل شول، چې ټولټال (۱۱۰۰) کورنۍ له يادې مرستې برخمنې شوې.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .