په کونړ ولایت کې 68 زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې
کونړ- د زمري 31مه-1402
د DRC موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې 68 کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته هرې کورنۍ ته 14500 افغانۍ ووېشلې.