په پکتیکا ولایت کې ٢٣٣ کړۍ ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۱۴
تصویر خبر

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډافا موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د اریوب ولسوالۍ په ګلغنډۍ او بیان خیلو کلي کې، ٢٣٣ کړۍ د پرسونل ضد ماینونه د تیرو درې میاشتو په لړۍ کې کشف او په خوندي توګه خنثی کړل. 
د دې عملیاتو په ترڅ کې، ٢٢٨ کړۍ پي ټو ډوله پاکستاني ماینونه او ٥ کړۍ پي ایم این ټو ډوله روسي ماینونه، چې د سیمه ییزو اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی وو، په خوندي توګه له منځه یوړل.
د یادونې وړ ده، چې په تیرو څو لسیزو کې په دې ولسوالۍ کې د پرسونل ضد ماینونو د پاکولو برخه کې د یادې پروژې په کچه بله پروژه نه وه پلې شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۱ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په کونړ ولایت کې د لوېدو له خطر سره مخ لويه ډبره په خوندي ډول له منځه یووړل شوه

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغه لويه ډبره چې د ښویېدو په حالت کې وه او د کونړ ولایت په ډانګام ولسوالۍ کې یې شاوخوا ۲۰ هستوګنیز کورونه له جدي خطر سره مخ کړي وو، په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په کندز ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د MCPA مؤسسې د همغږۍ له مخې، د یادې مؤسسې د چټک غبرګون دوهم ټیم په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي بېلابېل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۹:۲۸
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۳۵۰ کډوالو، مستحقو او اړمنو کورنیو ته د یاد ولایت په چهاردره، ګلتپه او علي آباد ولسوالیو کې خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .