په پکتیکا ولایت کې ٢٣٣ کړۍ ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډافا موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د اریوب ولسوالۍ په ګلغنډۍ او بیان خیلو کلي کې، ٢٣٣ کړۍ د پرسونل ضد ماینونه د تیرو درې میاشتو په لړۍ کې کشف او په خوندي توګه خنثی کړل.
د دې عملیاتو په ترڅ کې، ٢٢٨ کړۍ پي ټو ډوله پاکستاني ماینونه او ٥ کړۍ پي ایم این ټو ډوله روسي ماینونه، چې د سیمه ییزو اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی وو، په خوندي توګه له منځه یوړل.
د یادونې وړ ده، چې په تیرو څو لسیزو کې په دې ولسوالۍ کې د پرسونل ضد ماینونو د پاکولو برخه کې د یادې پروژې په کچه بله پروژه نه وه پلې شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۱ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره