په کندز ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱۹
تصویر خبر

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د MCPA مؤسسې د همغږۍ له مخې، د یادې مؤسسې د چټک غبرګون دوهم ټیم په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل.

د یادو عملیاتو په پایله کې، ۹ عدده د هاوان  مرمۍ، ۱۸ بېلابېل ډوله راکټونه چې BM 41 او BM21   راکټونو هم پکې شتون درلود او ۶ عدده ارټیلر  کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شول. 

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلین وایي چې له جګړو پاتې چاودېدونکي توکي تل د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره جدي ګواښ جوړوي، له همدې امله د دې توکو د پېژندنې، راټولولو او د پاکولو لپاره په دوامداره توګه هڅې روانې دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۹/۰۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۶:۸
Background image

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو بمب کشف او خنثی شو 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلوترسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (EOD-01) ټیم په همکارۍ، د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو ناچاوده بمب کشف او په خوندي توګه خنثی کړ. 

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP او IOM په ملاتړ، د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د OCHR مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت په ناړې ولسوالۍ کې د ورستیو جګړو له امله ۱۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .