په نیمروز ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو سیمو سروې ترسره شوه

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم الحاج مولوي محمد قاسم محمد، د دلارام ولسوالۍ ولسوال او د ټولنې علمي تحقیقي او پراختیایي موسسې (ORCDG) استازي په ملتیا، د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ ته سفر وکړ او د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو سیمو څخه یې لیدنه وکړه.
الحاج مولوي محمد قاسم محمد ووېل چې، د یاد ولایت مقام د لارښوونې پر بنسټ د یادې ولسوالۍ د سېلاب ځپلو سیمو سروې د ټولنې علمي تحقیقي او پراختیایي موسسې په همکاري پیل شوې وه او اوس مهال پای ته ورسېده او په دې سروې کې په ډاګه شوه چې د وروستیو سېلابونو له امله یو شمېر کورونه په نیمه او بشپړډول ویجاړ شوي، همدارنګه نوموړي یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به د سېلابونو له امله زیانمنو خلکو ته اړینې بشري مرستې د یادې موسسې په همکاري ووېشل سي.
نېټه: ۹/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره