په نیمروز ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو سیمو سروې ترسره شوه

rahyab
Sun, Oct 13 2024 9:11 AM
تصویر خبر

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم الحاج مولوي محمد قاسم محمد، د دلارام ولسوالۍ ولسوال او د ټولنې علمي تحقیقي او پراختیایي موسسې (ORCDG) استازي  په ملتیا، د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ ته سفر وکړ او د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو سیمو څخه یې لیدنه وکړه. 
الحاج مولوي محمد قاسم محمد ووېل چې، د یاد ولایت مقام د لارښوونې پر بنسټ د یادې ولسوالۍ د سېلاب ځپلو سیمو سروې د ټولنې علمي تحقیقي او پراختیایي موسسې په همکاري پیل شوې وه او اوس مهال پای ته ورسېده او په دې سروې کې په ډاګه شوه چې د وروستیو سېلابونو له امله یو شمېر کورونه په نیمه او بشپړډول ویجاړ شوي، همدارنګه نوموړي یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به د سېلابونو له امله زیانمنو خلکو ته اړینې بشري مرستې د یادې موسسې په همکاري ووېشل سي. 

نېټه: ۹/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .