د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د CRDSA موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۲۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۲.۵ کیلو نخود، ۹.۱ کیلو غوړي او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همکارو موسسو څخه د مرستو پر وخت د وېش په پار مننه او خوښي څرګنده کړه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
