په لوګر ولایت کې ۲۸۸ زیانمن شویو کورنیو غیر خوراکي توکی ترلاسه کړل
لوګر- د زمري ۱۶مه- ۱۴۰۱
د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM د پېښو سره مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو ۲۸۸ کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده چې په دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱ بسته کمپلې، ۱ عدد څولري څراغ، د پخلنځي توکي، ژمني جامې او خیمې ووېشلې.