د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۳۰ زیانمنو کورنیو ته په بالامرغاب ولسوالۍ کې خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OCHR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ او د افغانستان بشردوستانه صندوق (AHF) په مالي ملاتړ، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وچکالي له امله ۳۳۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې څلورم پړاو کې، هرې کورنۍ ته ۴۹ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو دال او ۵۰۰ ګرامه مالګه، د ولسوالۍ د استازي په شتون کې ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره