په لوګر ولایت کې ۲۶۱ زیانمن شویو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

لوګر- د وږي ۸مه-۱۴۰۱
د IRC موسسې د لوګر ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۲۶۱ کورنۍ زیانمنې شوي وې، چې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ ووېشلې.