له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO موسسې ترمنځ د ۵۷۸,۵۸۰ (پنځه سوه اته اویا زره او پنځه سوه او اتیا) ډالرو په ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار، د AYSO مؤسسې له اجرائیوي رئیس، انجنیر عبدالحبیب تحریک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
د ناستې په پیل کې، محترم عالمیار صاحب د AYSO مؤسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یادې موسسې له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملياداره به د AYSO مؤسسې د فعالیتونو پر مهال د هر ډول ستونزې رامنځته کېدو په صورت کې د دې ستونزې د حل لپاره بشپړه همکاري وکړي. نوموړي د AYSOموسسې له مسؤلینو وغوښتل چې د افغانستان د زیانمنو خلکو لپاره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ورپسې، د AYSO مؤسسې اجرائیوي رئیس، انجنیر عبدالحبیب تحریک، د دې مؤسسې د نوې پروژه په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دې پروژې بودیجه د UNDP د دفتر لخوا تمویل شوې او د AYSO مؤسسې له لوري به پلي شي. نوموړي د دې ادارې د مشرتابه لخوا له همکارو سازمانونو سره بې له ځنډه د تفاهمنامو د لاسلیک کولو او د پروژې د پلي کولو زمینې د برابرولو له امله مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې تفاهمنامې له مخې به، ټولټال د ۵۷۸,۵۸۰ (پنځه سوه اته اویا زره او پنځه سوه او اتیا) ډالرو په ارزښت په دوو ولایتونو ننګرهار او لغمان کې پروژه پلي شي.
د دې پروژې په لومړي پړاو کې، هغو ۱۱۲ شرکتونو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي، چې ۵۶ شرکتونو ته به په ننګرهار او ۵۶ نورو شرکتونو ته به په لغمان کې هر شرکت ته د ۱۶۹۲ ډالرو په ارزښت وسایل وویشل شي.
په دویم پړاو کې، هغو ۱۶۰ کوچنیو کاریګرو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي (۸۰ تنو په ننګرهار او ۸۰ تنو په لغمان کې) یو مسلکي/تخنیکي روزنیز کورس ورکول کېږي. همدارنګه، د دې دورې له بشپړېدو وروسته به، هر کس ته د ۷۰۰ ډالرو په ارزښت د کار وسایل او نورې اسانتیاوې برابرې شي.
نېټه: ۲۵/۱۲/۱۴۴۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
