په فراه ولایت کې ۱۰۳۱ بېوزله کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه
فراه- د لیندۍ ۲۸مه-۱۴۰۱
د ORD موسسې د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز کې ۱۰۳۱ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
په دغه لړۍ کې به هرې کورنۍ ته د شپږ میاشتو لپاره د میاشتې ۶۰ امریکایي ډالر وېشل کېږي.