د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ورلډویژن موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې ۱,۵۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې ورسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د ۲,۵۷۵ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال درې میلیونه او اته لکه او دوه شپېته زره او پنځه سوه (۳,۸۶۲,۵۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنۍ لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
