د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې شوی یوه کړۍ ۱۰۰ کیلویي بم کشف او په خوندي ډول خنثی شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۴۷
image

د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په مربوطاتو کې له تېرو جګړو پاتې یوه کړۍ ۱۰۰ کیلویي بم، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له لوري، د هلوټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په همکارۍ، په خوندي ډول کشف او خنثی شو.

په همدې تړاو، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، محترم قاري نورالدین رستم‌خېل، له تخنیکي ټیمونو سره سیمې ته تللی و او د بم د کشف، انتقال او خنثی کولو له عملیاتو څخه یې څارنه وکړه.

محترم قاري نورالدین رستم‌خېل وویل، دغه بم د ماین پاکۍ بېړنۍ شمېرې ته له اړیکې وروسته، د حاجي منجي ښارګوټي په یوه هستوګنیزه سیمه کې د کیندنې پر مهال کشف شو. نوموړي زیاته کړه، چې یاد بم د تېرو جګړو له پاتې بمونو څخه و او د ګڼ مېشتې هستوګنیزې سیمې له امله یې د خلکو ژوند او شتمنیو ته جدي خطر پېښ کړی و، خو د تخنیکي ټیمونو د چټک اقدام او همغږۍ له امله په خوندي ډول له سیمې انتقال او خنثی شو.

د هلوټرسټ مؤسسې د تخنیکي مسئولینو په وینا، دغه بم د OFAB 100/120 ډوله الوتکې بم و، چې ټول وزن یې ۱۰۰ کیلوګرامه او د چاودېدونکو توکو اندازه یې شاوخوا ۴۲ کیلوګرامه وه. همداراز د بم فیوز فعال و او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د سیمې د خوندي کولو په موخه له ۳۲۰۰ څخه ډېرې د شګو بورۍ کارول شوې وې. وروسته له دې چې فیوز ترې وایستل شو، بم یوې خوندي سیمې ته انتقال او له منځه یووړل شو.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست ټینګار کوي، چې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو هڅې به د ماین پاکۍ مؤسسو په همکارۍ دوام ولري، ترڅو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو مخه ونیول شي.

همداراز، له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي، چې که هر ډول شکمن توکي او چاودېدونکي مواد وویني، نو د ماین پاکۍ بېړنۍ شمېرې له لارې دې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست سره اړیکه ونیسي، ترڅو تخنیکي ټیمونه په چټک او خوندي ډول اقدامات ترسره کړي

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د نړیوالو او داخلي مؤسسو له استازو سره سیلاب ځپلو ته د رسیدنې په موخه غونډه وکړل

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۰ مستحقو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د APSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د پنځمې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .