په زابل ولایت کې د اوبو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
زابل- د سلواغې ۱۲مه-۱۴۰۱
د UNDP په مالي لګښت، د DRC موسسې د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز قلات کې د ۹۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو بند، چې ۷،۱۰ ساتنې متره جګوالی، ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۲ لکه متره مکعبه اوبه زخيره کوي او د ۷۰۰ جريبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت په درلودو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.