په بغلان ولایت کې ۲۱۳ کورنیو سره نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
بغلان- د سلواغې ۳۰مه-۱۴۰۱
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د AHF موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په بنو ولسوالۍ کې ۲۱۳ بیوزله کورنیو ته له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۷۹۱۸ نغدي افغانۍ او ۵ کمپلې، ۴ خولۍ، ۱۴ جوړه جورابې، ۴ جوړه د ماشومانو بوټان، ۲ جوړه د لویانو بوټان، ۲ جوړه څاد او ۵ دانې جمپرونه ووېشل شول.