نن سهار سه شنبه له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې  سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابی  په مشری  په هیواد کی د اور لګیدني دمخنیوي په موخه غونډه وکړه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۵:۲۳
تصویر خبر

د اطفایې لوی ریاست د رئیس الحاج حافظ نورالله انصار په ګډون دښار جوړوني وزارت، د کابل ښاروالۍ، صنعت او تجارت وزارت، د مالې وزارت، د افغانستان بانک، نفت ګاز عمومي ریاست او افغان ملي بیمې شرکت استازو ګډون درلود.
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب وویل چي موږ باید په ټول هیواد کی دطبیعي او غیری طبیعي پیښو پر وړاندي  وقایه ولرو ترڅو چی کاهش خطر ( خطرونه کم سی ) ځکه چی د اورلګیدني څخه ګڼ شمیر خلګ زیانمن کیږي چي تاوان یی دولت او خلګو ته رسیږي.
همدارنګه ترابي صاحب زیاته کړل چي د کمیټی ټول غړی باید خپل ستونزي او مشکلات زموږ سره شریک کړي ترڅو د اورلګیدنی ستونزې رامنځته نسي او د اورلګیدني دمخنیوي په موخه باید موږ او تاسو پراخه وقایوی تدابیر ولرو. 
داطفایی لوی ریاست رئیس الحاج حافظ نورالله انصار وویل چي د بیلابیلو وزارتونو او ادارو استازي شتون پکښي لري چی موږ په تیر کی هم ځانګړي ټیمونه تشکیل کړی دی ترڅو دمارکیټونو، پمپونو، تجارتي مرکزونو او د مایع ګازو دشرکتونوڅخه سروې وکړي چی د یاد سوی ځایونو مالیکونو د اور لګیدني په موخه کوم تدابیر نیولی دی. 
همدارنګه دښاروالۍ او ښار جوړوني استازو وویل چي  موږ باید د مارکټیونو، تجارتي مرکزونو، پمپ ایستیشنونو او د مایع ګازو شرکتونوڅخه د اورلګیدني په موخه دوامداره  نظارت وکړو ترڅو وقایوی تدابیر نیولي وي.  
غونډه په اختتامیه دوعا سره پای ته ورسیدل. 
 نیټه: ۱۴۴۶/۳/۱۳هـ ق 
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

نن د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر محترم آیبک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

 د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ مؤسسې د        ((IED/IM-09 او IED/IM-10)) ټيمونو په ملاتړ، د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په ادرونيکه او حاجي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل ولایت په ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو او ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .