نن سهار سه شنبه له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابی په مشری په هیواد کی د اور لګیدني دمخنیوي په موخه غونډه وکړه

د اطفایې لوی ریاست د رئیس الحاج حافظ نورالله انصار په ګډون دښار جوړوني وزارت، د کابل ښاروالۍ، صنعت او تجارت وزارت، د مالې وزارت، د افغانستان بانک، نفت ګاز عمومي ریاست او افغان ملي بیمې شرکت استازو ګډون درلود.
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب وویل چي موږ باید په ټول هیواد کی دطبیعي او غیری طبیعي پیښو پر وړاندي وقایه ولرو ترڅو چی کاهش خطر ( خطرونه کم سی ) ځکه چی د اورلګیدني څخه ګڼ شمیر خلګ زیانمن کیږي چي تاوان یی دولت او خلګو ته رسیږي.
همدارنګه ترابي صاحب زیاته کړل چي د کمیټی ټول غړی باید خپل ستونزي او مشکلات زموږ سره شریک کړي ترڅو د اورلګیدنی ستونزې رامنځته نسي او د اورلګیدني دمخنیوي په موخه باید موږ او تاسو پراخه وقایوی تدابیر ولرو.
داطفایی لوی ریاست رئیس الحاج حافظ نورالله انصار وویل چي د بیلابیلو وزارتونو او ادارو استازي شتون پکښي لري چی موږ په تیر کی هم ځانګړي ټیمونه تشکیل کړی دی ترڅو دمارکیټونو، پمپونو، تجارتي مرکزونو او د مایع ګازو دشرکتونوڅخه سروې وکړي چی د یاد سوی ځایونو مالیکونو د اور لګیدني په موخه کوم تدابیر نیولی دی.
همدارنګه دښاروالۍ او ښار جوړوني استازو وویل چي موږ باید د مارکټیونو، تجارتي مرکزونو، پمپ ایستیشنونو او د مایع ګازو شرکتونوڅخه د اورلګیدني په موخه دوامداره نظارت وکړو ترڅو وقایوی تدابیر نیولي وي.
غونډه په اختتامیه دوعا سره پای ته ورسیدل.
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۱۳هـ ق
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره
