د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې، چې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوی و، په بریالیتوب سره بشپړې کړې.
دغه پروژه د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزو د هواري او عادي ژوند د بېرته راګرځولو په موخه پلې شوه، چې په بشپړېدو سره یې د خلکو د تګ راتګ او ټرانسپورټي ستونزې تر ډېره هوارې شوې.
همدارنګه، د دې پروژې په پلي کېدو سره شاوخوا له ۳,۰۰۰ څخه تر ۳,۵۰۰ استوګنیز کورونه، چې د سېلابونو له جدي ګواښ سره مخ وو، د احتمالي زیانونو له خطر څخه خوندي شول.
د سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د سېلابونو د خطرونو په کمولو، د تګ راتګ په ښه والي او په سیمه کې عادي ژوند ته د بېرته راګرځېدو لپاره یو اغېزمن ګام وباله.
