محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست کونړ ولایت ته سفر وکړ او د سېلابونو له امله د شهیدانو ورثه ته یې نغدي مرستې ووېشلې
![news image](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-18_at_8.39.21_am.jpeg)
اسعدآباد- د محرم 12-1446/ د چنګاښ 28-1403
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست, کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د محترم مولوي عبدالله حقاني د یاد ولایت مقام مرستیال په ملتیا, د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد اړوند سیمه کې یې د سېلابونو له امله د شهیدانو له ورثه سره وکتل, شهیدانو ته یې له خدای ج څخه د جنت الفردوس دعا وکړه او هغوۍ ته یې د تسلیت ورکولو ترڅنګ د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه او د ریاست الوزرا مقام د خواخوږي او غمشریکي پیغام بیان کړ, او د هر شهید کورنۍ ته یې 100 زره افغانۍ ووېشلې,
د دې ترڅنګ نوموړي زیاته کړه چې دا نغدي مرستې د شهیدانو د ژوند عوض نشي کېدای او یوازې د خواخوږۍ په توګه تاسو ته درکړل شوې.
همدارنګه ښاغلي ترابي صاحب, د سېلابونو له امله له زیانمنې سیمې څخه لیدنه وکړه, او د خلکو د ستونزو د اورېدو ترڅنګ یې هغوۍ ته د بشري مرستو رسولو او د وقایوي پروژو پلي کولو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې, محترم الحاج ملاجانان سایق, د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ, او په همدې سیمه کې یو لوري ته چې استنادي دیوال د سېلابونو د خطرونو کمولو په موخه جوړ شوې و, نو په هغه سیمه کې د سېلابونو له زیانونو مخنیوی شوی و, خو بل لوري ته چې استنادي دیوال نه و, په هغه لوري کې د سېلاب له امله یو کور زیانمن شوی و.
ورته مهال د شهید ورثه او نغدي مرستې ترلاسه کونکي د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له خواخوږۍ او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست له راتګ او غمشریکي څخه مننه وکړه او د اسلامي نظام د بقا او په ټوله نړې کې د اسلامي نظام د راتلو لپاره د دعا کولو ترڅنګ له اسلامي امارت څخه د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.
![news image](/sites/default/files/inline-images/WhatsApp%20Image%202024-07-18%20at%208.36.53%20AM.jpeg)