د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې سرپرست د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کارکونکو سره په جلا جلا ډول وکتل او د هغوۍ د کاري چارو ارزونه یې وکړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۴:۵۹
news image

کندهار- د محرم الحرام 17-1446/ د زمري 2-1403
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست, کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې له ریاست څخه په لیدنې سره د یاد ریاست کاري چارو هر اړخېزه څېړنه او ارزونه وکړه او ترڅنګ یې له بشپړ پرسونل سره په جلا جلا ډول وکتل او د هغوۍ ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
همدارنګه محترم قاري عبدالسلام غازي د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې رییس, د یاد ریاست په ګدامونو کې د شته خوراکي او غیرخوراکي توکو او د خپلو کړنو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او خپلې ستونزې یې هم شریکې کړې.
ورته مهال محترم ښاغلي ترابي صاحب, د یاد ریاست پرسونل ته د هغوۍ د ستونزو د حل لپاره ژمنه ورکړه او د چارو په ښه توګه ترسره کولو لپاره یې هغوۍ ته اړینې لارښوونې وکړې.
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۲۷
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پغمان ولسوالۍ کې د ۲.۳ کیلو متره سرک د جوړولو او بیارغونې له کار څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي نجیب الله انوري او ورسره مل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۸
Background image

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې، چې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوی و، په بریالیتوب سره بشپړې کړې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۷:۲
Background image

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې، چې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوی و، په بریالیتوب سره بشپړې کړې.

دغه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .