له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د هرات له والي سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۲۹
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هرات ولایت له والي شیخ الحدیث‌ مولوی نور احمد اسلام‌جار صاحب سره وکتل.
الحاج ملا نورالدین ترابي وویل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره ژمنه ده چي زیانمنو، بې‌ځایه شویو او اجباري راستنیدونکو کورنیو ته به معیاري، شفاف او باعزته خدمات وړاندې کوي او تل یې وړاندي کړي دي.
همد راز ترابي صاحب زیاته کړه چي په تورخم او پل ابریشم کي مو اجباري راستنېدونکو افغانانو ته میعاري پنډغالي جوړ کړي دي چي د بیلابیلو اسانتیاوو څخه برخمن دی او اوس ددې ادارې له لوري د هرات ولایت په اسلام قلعه کي هم د یو معیاري پنډ غالی کارونه بشپړسول.
د هرات ولایت والي ښاغلي شیخ الحدیث‌ مولوی نور احمد اسلام‌جار د  ترابي صاحب د راتګ څخه مننه وکړه او د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره یې د میعاري پنډغالي جوړولو هر کلی وکړ.
همد راز ښاغلي والي صاحب  د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ، او ویې ویل چي د هرات ولایت  مقام چمتو دی چې د دې ادارې له هڅو سره اوږه په اوږه کار وکړي، ترڅو د خلکو ستونزې کمې سي او هغوی ته شفاف خدمتونه وړاندي سي.

نېټه: ۱۴۴۶/۲/۱۲ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۵۵
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ مستحقو کورنیو خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ او د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د پرېکړې له مخې، په شتل ولسوالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کندهار د کډوالو مؤسسې ترمنځ د یو سل او نوي زره او یو سل او شپږ (۱۹۰,۱۰۶) ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د کندهار د کډوالو مؤسسې د پروګرامونو له مدیر بشیر احمد خالد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۹
Background image

په غور ولایت کې د یو پُلچک د شاوخوا ډکولو کار روان دی 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .