له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA مؤسسې ترمنځ د ۲۱۱,۸۸۰ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۲۰:۳۹
news image

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د آسیا د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې مؤسسې (CWSA) له سرپرست حزب‌الرحمن او عبدالرحمن هاشمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د یادې مؤسسې پلاوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دې مؤسسې د روانو پروژو په اړه وویل چې زموږ لپاره ډېر مهم دي چې له خلکو سره مرسته وشي؛ خو د زده کړو، ظرفیت لوړونې او بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکوو، ځکه تل وقایه له درملنې غوره ده. هغه زیاته کړه چې د ډبرو د ښویېدو له ګواښ سره د مخ سیمو د سروې لست به له دې مؤسسې سره شریک شي تر څو د سروې لړۍ آسانه شي.
په دوام کې، د CWSA مؤسسې رئیس حزب الرحمن، د پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه پروژه له څو کلونو راهیسې پلي کېږي او هر کال باید تمدید شي. نوموړي زیاته کړه چې په دې پروژه کې د زده کړو او ظرفیت لوړونې پروګرامونه، په ننګرهار ولایت کې د ۲۰۰ مترو استنادي دېوال جوړول، او په خوندي توګه د څو ښویېدونکو ډبرو له منځه وړل شامل دي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروژه د ۲۱۱,۸۸۰ ډالرو په ارزښت پلي کېږي او له مخې به یې په کابل ښار او شکردره ولسوالۍ؛ د ننګرهار ولایت په مومند دره، دره نور او کوټ ولسوالیو کې؛ د لغمان ولایت په دولت شاه، علینګار او علیشنګ ولسوالیو کې او د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې، یاده مؤسسه د طبیعي پېښو د خطرونو د نقشې ترتیبولو، د رضاکار ټیمونو جوړولو، د GIS زده کړو پروګرامونو ترسره کولو، د سېلاب له خطر سره مخ د سیمو د نقشې جوړولو، د خطرونو د کمولو نقشې جوړولو، د خطر کمولو د کمېټو جوړولو او هغوی ته د دغو نقشو د ښوونې، د پېښو د مدیریت تخنیکي زده کړو، د غیردولتي مؤسسو کارکوونکو ته د خطر کمولو د نقشو تشریح، په جاپان کې د افغانانو لپاره د خطر د مدیریت ښوونیزو پروګرامونو ترسره کولو، په خوندي توګه د ۷۰۰ متر مکعب ښویېدونکو ډبرو له منځه وړلو او په مومند دره ولسوالۍ کې د ۲۰۰ متره استنادي دېوال جوړولو په برخو کې د یادو ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو سره همکاري وکړي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۱:۳۹
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۱ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین د نورستان له والي سره وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د دې ادارې د تخنیکي، مسلکي، فني، اداري او مالي برخو له متخصصینو او انجنیرانو څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۵
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نجراب ولسوالۍ کې د استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ملي ادارې او د GNI مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د  نجراب ولسوالۍ په جور غل کلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .