له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د نړیوالو او داخلي مؤسسو له استازو سره سیلاب ځپلو ته د رسیدنې په موخه غونډه وکړل
نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او داخلي مرستندویه مؤسسو او همکارو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړل.
ترابي صاحب د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د دې غونډې اساسي موخه دا ده چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه وشي او یادي ادارې خپل ټول شته امکانات او ظرفیتونه د ژغورنې، ارزونې او مرستو د همږغۍ لپاره په کار اچولي دي.
همدا راز ترابي صاحب له ټولو همکارو مؤسسو وغوښتل چې ټولو سیلاب ځپلو سیمو ته د بشري مسؤولیت له مخې خپلې مرستې او فعالیتونه لا چټک کړي، ترڅو زیانمنې کورنۍ پر وخت اړینو مرستو ته لاسرسی ولري، هغه ټینګار وکړ چې د مرستو په وېش کې باید روڼتیا، عدالت او اغېزمنتیا په پام کې ونیول شي او ټولې ادارې د ګډې همږغۍ له لارې خپلې چارې پر مخ یوسي.
په غونډه کې د مرستندویه مؤسسو استازو هم د سېلاب ځپلو له کورنیو سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره په بشپړه همږغۍ به د بېړنیو بشري مرستو لړۍ نوره هم چټکه کړي، ترڅو زیانمنو خلکو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه وشي.
نیټه: ۱۴۴۸/۲/۱۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
