له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ښځو او ماشومانو خیریه مؤسسې ترمنځ د شپاړس زره او څلور سوه او څلور اتیا (۱۶،۴۸۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ښځو او ماشومانو خیریه مؤسسې له رئیس، محترم ارشاد الله زلمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړ.
په دې لیدنه کې محترم ترابي صاحب، د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې موږ مؤسسو ته زیانمنو خلکو ته د مرستو د رسولو له امله په هره برخه کې سهولتونه برابر کړي دي او له مؤسسو څخه مو دا غوښتنه ده چې خپلي مرستې په پوره شفافیت او چټکتیا سره زیانمنو شویو کورنیو ته ورسوي.
ورپسې، د ښځو او ماشومانو خیریه مؤسسې رئیس، محترم ارشاد الله زلمي د خپلې پروژې په هکله معلومات وړاندې کړل او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست، محترم ترابي صاحب څخه یې د تفاهمنامې د ژر لاسلیک کېدو په پار مننه وکړه او ویې ویل چې تاسو له موږ سره تر دې مهاله په هره برخه کې همکارۍ کړې دي او هیله مند یو چې له دې وروسته به هم راسره په هره برخه کې همکار پاتې شی.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ ټولټال د شپاړس زره او څلور سوه او څلور اتیا (۱۶،۴۸۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهمناهه لاسلیک شوه. چې د دې تفاهمنامې له مخې به د نورستان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د د خوړو د نړیوال پروګرام WFP په ملاتړ خوراکي توکي ووېشل شي.
په دې لړۍ کې به د نورستان ولایت په واما، وایګل، کامدیش، برګ مټال، نورګرام، دوهاب، منډول ولسوالیو او مرکز پارون کې ۱۶۰۰ کورنیو ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۲.۵ کیلو دال نخود، ۹.۱ کیلو غوړي او ۱ کیلو مالګه ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۰هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره