له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د پیاوړتیا لوړولو چاپيریال ساتنې او بشري مرستو موسسې ترمنځ د ۴۰،۵۶۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۷:۱۶
news image

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د REHA موسسې له اجرائیوي رئیس، محترم محمد یوسف حمیدیان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او نوموړي زیاته کړه، چې موږ د مؤسسو لپاره د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړې دې ترڅو خپلې تطبیقېدونکې پروژې بېغیر له کومې ستونزې ترسره کړي او له مؤسسو څخه مو دا غوښتنه ده چې خپلې پروژې په چټک او شفاف ډول سره تطبیق کړي.
ورپسې، د رها موسسې اجرائیه رئیس، محترم محمد یوسف حمیدیان، د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د چارو په ځانګړي ډول له موسسو سره د تفاهم نامو د لاسلیک کولو په برخه کې د چټکتیا له شتون څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ به خپله پروژه د دې ادارې د مسؤلینو سره په همغږۍ ترسره کړو.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د څلوېښت زره او پنځه سوه او دري شپېته (۴۰،۵۶۳) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، به د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په صد برګ او تاتار کلیو کې ۶۰ کورنیو هرې یوې ته د زراعتي توکو او نورو وسایلو لکه ۱۰۰ امپیره بټرۍ، یوه تخته ۳۰۰ واټه سولر، ۱ عدد ۱۲ ولټه چارج کنټرولر، ۱ عدد لرګین نغری، ۱ عدد د میوو او د سبزیجاتو د وچوونکي ماشین بستې وېشل او د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کېدونکو پېښو په اړه د ټولنې وګړو ته یو ځلې ښوونیزه برنامه ترسره کول او همدارنګه له بازار څخه تر اړوند کورنیو پورې د یادو توکو رسول او تخلیه کول.     

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .