له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د معلوماتو د مدیریت او د ماین پاکۍ د پروګرامونو نړیوالې موسسې (IMMAP) ترمنځ د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۲۲:۱۳
تصویر خبر

 نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د معلوماتو د مدیریت او د ماین پاکۍ د پروګرامونو نړیوالې مؤسسې د عملیاتي چارو مدیر غلام حیدر فیضي او د یاد مدیریت کارمند عبدالفتح اسحاقزي سره وکتل.
ترابي صاحب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې افغانستان هغه هیواد دی چې د طبيعي او غیر طبيعي پېښو له ګواښ سره مخ دی او موږ غواړو چې د وقایوي پروژو په برخه کې ډېر کار وکړو، ځکه وقایه کولای شي چې په کم مصرف خلک د ډیر زیان څخه وژغوري.
ترابي صاحب وویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې مو له خطر سره مخ سیمې معلومي کړې دي او غواړو چې د خطر مخنیوۍ وکړو ترڅو خلکو ته زیان ونه رسیږي همداراز یې وویل چې موږ تل د کارونو چټکتیا او شفافیت ته ژمن یو.
وروسته د (IMMAP) نړیوالې مؤسسې راغلي پلاوي د یادې ادارې د سرپرست څخه ځانګړې مننه وکړه، چې تر بل هر وخت اوس مؤسسې لیواله دي، چې د یادې ادارې سره همکاري وکړي او موږ هم غواړو چې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره همکاري وکړو.
همداراز، د عملیاتي چارو مدیر ښاغلي فیضي وویل، چې یادې موسسې په ۲۰۱۰ کال کې فعالیت پیل کړی دی چې د معلوماتو د مدیریت او د پیښو خطرونو کمولو په برخه کي کار کوي.
یاده تفاهم نامه چې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوه، په ۵ مهمو برخو کي به فعالیت کوي،  ۱ بشردوستانه ارقامو مکاني مرکز پلټفورم ۲ د معلوماتو د مدیریت ملاتړ ۳ نقشه جوړونه او کارتوګرافي ۴ تر ناورین مخکې خبرتیا او غبرګون ۵ اقلیمي انطباق په اړه د اړیکو د ملاتړ په برخو کي به د یادې ادارې او نورو مؤسسو سره همکاري کوي.
د غونډې په پای کې د داوړو لورو لخوا تفاهم نامه لاسلیک سوه.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۱
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۳ بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ( PU-AMI ) مؤسسي په ملاتړ، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله ۲۲۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته د غیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹ داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس د لارښوونې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په اچین، سپین غر او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د څلور لکه او شپاړس زره او درې سوه او دوه نوي (۴۱۶,۳۹۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن ورځ دوشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) له رئیس،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .