له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د عدالت او مدني ټولنې د پیاوړتیا (JCSSO) مؤسسې ترمنځ د څلور سوه نه اتیازره او درې سوه او دوه دېرش (۴۸۹,۳۳۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۴:۱۹
تصویر خبر

نن ورځ پنج شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د عدالت او مدني ټولنې د پیاوړتیا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل، محترم عباس سالمي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ښاغلې محترم ترابي صاحب، د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې خپله تطبیق کیدونکې پروژه باید په پوره شفافیت او چټکتیا سره ترسره کړئ.
په دوام کې، د  دیادی مؤسسې د پروګرامونو مسؤل، محترم عباس سالمي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوی رئیس؛ محترم ترابي صاحب څخه د وخت ورکولو په پار مننه وکړه او د خپلې پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې موږ به خپله پروژه په پوره شفافیت او چټکۍ سره پلې کوو.
د یادونې وړ ده، چې دواړو لوریو ټولټال د څلور سوه نه اتیا زره او درې سوه او دوه دېرش (۴۸۹،۳۳۲) ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک کړه، چې له مخې به یې د پنجشیر ولایت په دره، خنج ولسوالیو او مرکز بازار ارک ښار کې ۲,۲۱۶ اړمنو، زیانمنو شویو او بې سرپرسته کورنیو ته په څلورو پړاوونو کې په داسې ډول، چې په بازار ارک ښار کې ۷۴۰، دره ولسوالۍ کې ۷۳۸ او خنچ ولسوالۍ کې ۷۳۸ کورنیو هرې یوې ته د څلورو میاشتو په اوږدو کې د خوراکي توکو د برابرولو په موخه ۱۶۶،۹۲ ډالر ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .