له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس ۸۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
نن ورځ سهشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میدان وردګ او لوګر ولایتونو له سفرونو وروسته، د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس، محترم ملا سیداحمد عثماني او د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند، محترم محمد یوسف حماد سره یوځای کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په انګړ کې یې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
محترم ترابي صاحب د مرستو د وېش پر مهال وویل، نن ورځ ۸۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لوري هرې کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ او د یونیسف دفتر له خوا هرې کورنۍ ته یوه روغتیايي بسته، چې ۱۹ قلمه روغتیايي توکي پکې شامل دي، ووېشل شوه. همداراز به د راتلونکي پنجشنبی په ورځ به د WFP لخوا خوراکی مواد او Si موسسی لخوا نوری نغدی پیسی هم درکول سی نوموړي همدارنګه وویل، چې انشاءالله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري به ستاسو لپاره نورې مرستې هم په پام کې نیول سوې دې .
په همدې حال کې، د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او همکارو مؤسسو څخه مننه وکړه او د ادارې مسؤلینو ته یې د خیر دعاوې وکړې.
