له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس په کاپیسا ولایت کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې له پلي کېدو څخه څارنه وکړه
نن ورځ سهشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کی د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس، محترم ملا سیداحمد عثماني، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند محترم محمد یوسف حماد، او د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یو شمېر مسؤلینو سره یوځای، د یاد ولایت د مرکز الیاسخېل کلي ته سفر وکړ او په دې سیمه کې یې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې له پلي کېدو څخه څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب په دې سیمه کې د ډبرې د ښویېدو له امله له زیانمنې شوې کورنۍ سره د لیدنې پر مهال وویل، چې څه موده وړاندې د یوې لویې ډبرې د ښویېدو له امله څلور تنه شهیدان او شپږ تنه نور ټپیان شول. نوموړي زیاته کړه، چې زیانمنې شوې کورنۍ ته د رسېدنې ترڅنګ، د دې ادارې تخنیکي ټیمونو د ټولو خطرناکو ډبرو له سروې او ارزونې وروسته، د قراردادي شرکت له لوري د هغو ډبرو د ویجاړولو کار پیل کړ او دا لړۍ به د هېواد په نورو خطرناکو سیمو کې هم دوام ولري.
په همدې حال کې، د کاپیسا ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر، محترم عبدالواسع بارکزي، وویل چې دا سیمه مخکې له جدي ګواښ سره مخ وه، چې د ادارې تخنیکي کارکوونکو له سروې وروسته د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو او د سیمې د خوندي کولو چارې پیل کړې او اوس مهال هم په څو نورو سیمو کې په کار کولو بوخت دي.
همدارنګه، زیانمنې شوې کورنۍ د پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی بیان کړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ترسره شویو اقداماتو له امله یې مننه او قدرداني وکړه.
