له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۳:۳۴
image

نن پنجشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري حضرت الله امداد الله په ملتیا د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال، محترم ترابي صاحب د ودانیزو چارو د پرمختګ له ارزونې وروسته له مسؤلینو، انجنیرانو او د ساختماني شرکت له استازو سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې چارې باید د تخنیکي معیارونو، شفافیت او ټاکل شوي مهالویش له مخې پر مخ ولاړې شي.

د ادارې لوی رئیس د دې مهمې پروژې د پرمختګ له بهیر څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ وویل، د دې ودانۍ جوړېدل د بیړنیو حالاتو پر مهال د ارزګان ولایت خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او پېښو ته د اغېزمنې رسېدنې په برخه کې یو مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره ژمنه ده، څو په ټول هېواد کې د پېښو د اغېزمن مدیریت لپاره لازم امکانات برابر کړي.

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې ودانۍ به اداري دفترونه، د خوراکي او غیرخوراکي توکو د زېرمه کولو ګدامونه او نورې اړینې اسانتیاوې ولري، چې طبیعي پېښو ته د چټکې ځواب وینې او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ بهیر د پیاوړتیا لپاره جوړېږي.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له کارکوونکو سره جلا جلا وکتل، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او هغوی ته یې په چارو کې د شفافیت رامنځته کولو، د خلکو ستونزو پر وخت د رسېدنې او د فعالیتونو پر وخت ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې او د هڅونې په توګه یې له هغوی سره نغدي مرسته هم وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۳:۳۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

نن پنجشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري حضرت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۳:۵۲
Background image

د ماین پاکۍ موسسو د کارکوونکو لپاره د چاودېدونکو توکو د شنډولو (EOD) د درېیمې لوړې کچې روزنیز پروګرام د ARTIOS نړیوال شرکت د متخصصینو له خوا ترسره شو

‎د چاودېدونکو توکو د شنډولو (EOD) د درېیمې لوړې کچې روزنیز پروګرام په رسمي ډول د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د DRC موسسې په روزنیز کمپ کې د یادې موسسې او د هېلو ټرسټ نړیوالې موسسې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .