د ماین پاکۍ موسسو د کارکوونکو لپاره د چاودېدونکو توکو د شنډولو (EOD) د درېیمې لوړې کچې روزنیز پروګرام د ARTIOS نړیوال شرکت د متخصصینو له خوا ترسره شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۳:۵۲
news image

‎د چاودېدونکو توکو د شنډولو (EOD) د درېیمې لوړې کچې روزنیز پروګرام په رسمي ډول د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د DRC موسسې په روزنیز کمپ کې د یادې موسسې او د هېلو ټرسټ نړیوالې موسسې د کارکوونکو لپاره پرانیستل شو.

‎دغه پروګرام د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، محترم قاري نورالدین رستم‌خېل، د DRC موسسې د مسؤلینو په ګډون او د ARTIOS نړیوال شرکت د استادانو او متخصصینو له لوري، د یادې موسسې په مالي ملاتړ پیل شو. د دې پروګرام موخه د ناچاوده توکو پېژندنې، مدیریت او شنډولو په برخه کې د کارکوونکو تخنیکي او عملي وړتیاوو لوړول دي.
‎
‎یاد روزنیز پروګرام به درې اوونۍ دوام وکړي او پکې د ناچاوده توکو د شنډولو، د چاودېدونکو توکو د خطرونو مدیریت او د دې برخې له نړیوالو معیارونو سره د بلدتیا په اړه نظري او عملي زده کړې شاملې دي. د دې پروګرام عملي برخه به د هېلو ټرسټ موسسې اړوند د باریک‌آب په روزنیز کمپ او د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې ترسره شي.
‎
‎د یادونې وړ ده چې دا روزنیز پروګرام څو بېلابېلې کچې لري. د دې پروګرامونو مخکینۍ کچې په بهرنیو هېوادونو کې ترسره کېدې، خو اوس له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د هڅو او په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت له امله دغه روزنیز کورس په کابل کې ترسره کېږي. دا چاره د لګښتونو او وخت په سپما کې خورا اغېزمنه تمامېدای شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .