له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کميټې  تر منځ د ۶۹۸۵۴۷  شپږ لکه اته نیوي زره پنځه سوه اوه څلویښت ډالرو په ارزښت د ګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۴۲
news image

نن ورځ دوشنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې  سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي د ناروې کميټي معاون او  سرپرست احسان فقیري، د بشري مرستو مسؤل ذبیح الله رحمتي، داړیکو مسؤل مجیب الله شیرزوی او داړیکو معاون حامد احمدي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل. 
له پیښو سره دمبارزې امادګي ملي ادارې سرپرست ترابي صاحب تر هرڅه مخکي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یی څرګنده کړه او وویل چي مؤسیسات باید په کارو کي چټکتیا راولي  خصوصاً  په ژمني مرستو کي ترڅو خلګ پر وخت ورڅخه برخمن سي.
ترابي صاحب زیاته کړل چي موږ هڅه کوو چي ژر ترژره دمؤسیساتو کارونه خلاص کړو ترڅو افغان اولس یی دهمکاریو څخه برخمن سي او موږ د ټولو موسیساتو سره دامارت په اصولو او چوکاټ کي پوره همکاري کوو.
دناروې کميټې سرپرست رئیس احسان فقیري  وویل چي خوشاله یو چي موږ ته مو د ملاقات وخت راکړ او خوښي یی څرګنده کړه چي په کارونوکي موهیڅ خنډ او ځنډ نه دی راغلی همدارنګه یی  وویل چي موږ په بیلابیلو برخو کي افغان اولس ته خدمت کوو او په ۱۲ ولایتونو کي پر پروژو باندي زموږ کار شروع دی.
دیادوني وړ ده  چي د ۶۹۸۵۴۷  شپږ لکه اته نیوي زره پنځه سوه اوه څلویښت ډالرو په ارزښت په پروان پنجشیر او بدخشان ولایتونو کي ۱۶۳۰مستحقو کورنیو سروې کوي او ورسته د پروژې  له مخې مستحقو کورنیو ته نغدي پیسې او کمپلي ویشي.

①— د بدخشان ولایت د فیض آباد په ښار کې د ۷۵۸مستحقو کورنیو ته په دې برنامه کې هرې کورنۍ ته به د ۷۴ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ د ژمنیو جامو اخیستلو لپاره، د۲۰۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ د ژمنیو سون موادو اخیستلو لپاره، څلور تختې یو نفري کمپلې او یوه تخته دوه نفري کمپله ووېشل شي.

②— د پروان ولایت د شینوارو په ولسوالۍ کې ۲۰۴مستحقو کورنیو ته به په دې برنامه کې  هرې کورنۍ ته د۷۴ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ د ژمنیو جامو اخیستلو لپاره، ۲۰۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ د ژمنیو سون توکو اخیستلو لپاره او څلور تختې یو نفري کمپلې او یوه  تخته دوه نفري کمپله ووېشل شې.

③— د پنجشیر ولایت په دره  ولسوالۍ کې به د ۶۶۸ مستحقو کورنیو ته په دې برنامه کې هرې کورنۍ ته د ۷۴ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ د ژمنیو جامو پېرلو لپاره، ۲۰۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ د ژمنیو سون توکو درانیولو لپاره او څلور تختې یو نفري کمپلې، او یوه تخته دوه نفره کمپله ووېشل شي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۴  هـ ق
له پیښو سره د مبارزي آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .