له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوسایني مؤسیسې تر منځ د ګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۴:۱۷
تصویر خبر

 

نن ورځ دوشنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي او د اسلامي هوسایني مؤسیسې سرپرست احمدشا وفا، د پروګرامونو مسؤل رحمت الله خوګیاڼي او مل پلاوي سره وکتل. 
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړل چي باید خپل مرستي د افغان اولس سره جاري وساتي او همیشه دطبیعي او غیر طبیعي پیښو ځپلو کورنیو سره دوامداره همکاري وکړي او هغه مواد پر خلګو د مرستي په توګه وویشي چي خلګ ورته اړتیا لري.
همدارنګه ترابي صاحب وویل چي په هر ولایت کي مؤسیسات توزیع او یاهم سروې کوي موږ ورسره د دولت په اصولو اوچوکاټ کي پوره همکاره یو او د یادې ادارې ریاستونه په هر ولایت کي شتون لري.
د اسلامي هوسایني مؤسیسې سرپرست احمدشا وفا وویل چي یاده مؤسیسه په بیلابیلو برخو کي د خلګو سره مرستي کوي چي یوه برخه یې دطبیعي او غیر طبیعي پیښو زیانمنو کورنیو سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کوي او تل یې د سیلاب ځپلو، مهارجرینو او پیښو ځپلو سره همکاري کړې ده.
د یادوني وړ ده چي (۴۳۶۳۹۲)څلور لکه شپږ دیش زره دري سوه دوه نیوي ډالره به د غور ولایت په مرکز فیروز کوه او الله یار ولسوالۍ کي د ۹۵۳ زیانمنو شو کورنیو سره د ژمي لپاره نغدي مرسته ویشي چي هري کورنۍ ته به ۳۵۷ ډالره چي معادل یې ۲۴۳۰۰ افغانۍ کیږي وویشل شي.
په ورستیو کي ترابي صاحب د غور ولایت هغه ۳۰۰ کورنۍ چي په غور ولایت کي د سیلابونو له امله بي ځایه شوي وه، مؤسیسې ته یې یادونه وکړل چي باید د دغه کورنیو سره ژر تر ژره مرسته وشي.

نيټه: ۱۴۴۶/۴/۲۵ هــ ق
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .