له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ملګرو ملتونو د استوګني اداری (UN- HABITAT) د راغلي پلاوي سره وکتل 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۷:۱۸
news image

نن ورځ چهار شنبه ماپیښین، له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي او د ملګرو ملتونو داستوګني ادارې د ابادۍ برنامي مسؤل عبدالدین راسخ د سرپنا د ترمیم د برنامې مسؤل مسعود حمزه د پروژې انجینر محمد یوسف رحمتي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د UN-HABITAT ادارې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړل چي موږ ستاسو څخه ډیره مننه کوو چی زموږ د مظلوم سیلاب زده اولس سره هر وخت خواخوږی کوی.
همدارنګه ترابي صاحب یو ځل بیا ټینګار وکړ چي باید مؤسیسات په ولایتونو او ولسوالیو کي خلګو ته اساسي او غوره کارونه وکړي ترڅو اولس ورڅخه ښه استفاد وکړي.
د ملګرو ملتونو داستوګني ادارې د ابادۍ برنامې مسؤل عبدالدین راسخ وویل چي موږ د کابل ولایت په ۳ ناحیو کي او د ننګرهار ولایت په سرخورد ولسوالۍ کي سروې کوو او ورسته دکابل ولایت په ۳ ناحیو کي ۳۲۲ کورنیو او په ننګرهار سرخورد ولسوالۍ کي ۳۲۳ کورنیو ته  چی جمله ۶۴۵ کورونه کیږی د سرپنالپاره کورنه ورته ترمیموو چی په هر کور باندی ۵۵۰ دالره ورکوو ۳۰۰ په اول قسط او ۲۵۰ بیا په دویم قسط ورکوو چی دا پروسه به د نومبر د اول تاریخ څخه موږ له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سره په تفاهم شروع کړو.

نیټه: ۱۴۴۶/۴/۲۰ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .