له حیرتان بندر څخه کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته ۶,۰۰۰ بورۍ اوړه او ۶,۰۰۰ بورۍ وريجې انتقال شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست الـ.حاج مـ.لا نـ.ورالدین تـ.رابي په لارښوونه، د هېواد شمال ختیځ ولایتونو ته د قزاقستان هېواد د بشري مرستو د لېږد بهیر پیل شو.
په همدې چوکاټ کې، نن د پنجشنبې په ورځ، ۶,۰۰۰ بورۍ اوړه او ۶,۰۰۰ بورۍ وریجې له حیرتان بندر څخه کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته انتقال شوې. چې د هر ولایت لپاره ۲,۰۰۰ بورۍ اوړه او ۲,۰۰۰ بورۍ وریجې ځانګړې شوې دي.
دا مرستې به د یادو ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو په ګدامونو کې ځای پر ځای شي او د اړتیا په وخت کې به مستحقو او زیانمنو کورنیو ته ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۷ هـ.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره