د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تېرو بارانونو له امله ۳۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، ۱.۵ کیلو تغذیوي حلوا، ۳ کیلو تغذیوي اوړه او ۲.۱ کیلو انرژي لرونکي بسکېټ ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۹ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره