د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې شوی یوه کړۍ ۱۰۰ کیلویي بم کشف او په خوندي ډول خنثی شو
د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په مربوطاتو کې له تېرو جګړو پاتې یوه کړۍ ۱۰۰ کیلویي بم، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له لوري، د هلوټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په همکارۍ، په خوندي ډول کشف او خنثی شو.
په همدې تړاو، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، محترم قاري نورالدین رستمخېل، له تخنیکي ټیمونو سره سیمې ته تللی و او د بم د کشف، انتقال او خنثی کولو له عملیاتو څخه یې څارنه وکړه.
محترم قاري نورالدین رستمخېل وویل، دغه بم د ماین پاکۍ بېړنۍ شمېرې ته له اړیکې وروسته، د حاجي منجي ښارګوټي په یوه هستوګنیزه سیمه کې د کیندنې پر مهال کشف شو. نوموړي زیاته کړه، چې یاد بم د تېرو جګړو له پاتې بمونو څخه و او د ګڼ مېشتې هستوګنیزې سیمې له امله یې د خلکو ژوند او شتمنیو ته جدي خطر پېښ کړی و، خو د تخنیکي ټیمونو د چټک اقدام او همغږۍ له امله په خوندي ډول له سیمې انتقال او خنثی شو.
د هلوټرسټ مؤسسې د تخنیکي مسئولینو په وینا، دغه بم د OFAB 100/120 ډوله الوتکې بم و، چې ټول وزن یې ۱۰۰ کیلوګرامه او د چاودېدونکو توکو اندازه یې شاوخوا ۴۲ کیلوګرامه وه. همداراز د بم فیوز فعال و او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د سیمې د خوندي کولو په موخه له ۳۲۰۰ څخه ډېرې د شګو بورۍ کارول شوې وې. وروسته له دې چې فیوز ترې وایستل شو، بم یوې خوندي سیمې ته انتقال او له منځه یووړل شو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست ټینګار کوي، چې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو هڅې به د ماین پاکۍ مؤسسو په همکارۍ دوام ولري، ترڅو د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو مخه ونیول شي.
همداراز، له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي، چې که هر ډول شکمن توکي او چاودېدونکي مواد وویني، نو د ماین پاکۍ بېړنۍ شمېرې له لارې دې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست سره اړیکه ونیسي، ترڅو تخنیکي ټیمونه په چټک او خوندي ډول اقدامات ترسره کړي
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
