د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي اوغیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۵۹
news image

د کابل ولایت له پیښو سره د مبازرې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په مالي ملاتړ او د دې ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ د دې ولایت د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په خاکجبار ولسوالۍ کې ۸۸ او بګرامۍ ولسوالۍ کې ۱۱۱ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ۸۸ کورنیو هرې کورنۍ ته، یو باب خېمه، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یو کارتن روغتیایي کېټ چې ۱۶ قلمه توکي پکې شتون لري، ۳ عدده څراغونه، ۱۰۰ پاکټه د اوبو تصفیه کولو ګولۍ، ۳ عدده پلاستیکي صندقونه او د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM لخوا ۱۱۱ کورنیو هرې یوې ته ۲ عدده روغتیايي کېټونه چې ۲۳ قلمه توکي پکې شتون لري ووېشل شول.

د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلین هڅه کوي چې زیانمنو کورنیو ته پروخت رسېدنه وکړي او له هغوی سره پر وخت مرستې ترسره کړي.
 
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .