د کابل ولایت له پېښو د مبارزې آمادګۍ ریاست په ده سبز، خاکجبار او  موسهي ولسوالیو کي ۳۳ کورنیو ته د کور جوړونې او بیارغونې لپاره نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۴:۴۴
news image

نن ورځ چهار شنبه، د کابل له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږی د افغانستان لپاره د بشري خدمتونو او پرمختګ موسسې په مالي ملاتړ  د دې ولایت په ده سبز، خاکجبار او  موسهي ولسوالیو کي له ۳۳ کورنیو سره د کور جوړونې او د بیارغونې لپاره نغدي مرستي وشوې.
 د افغانستان لپاره د بشري خدمتونو او پرمختګ مؤسسې له خواه هرې کورنۍ ته چې مخکې یې د سروې پروسه د دې ریاست په همغږی ترسره شوې وه د کور جوړونې په برخه کې د ده سبز، خاکجبار او موسهي ولسوالیو ۱۶ کورنیو ته د دویم قسط ( ۶۶۴۵۰ ) افغانۍ او د یادو ولسوالیو ۱۷ کورنیو ته د کورونو بیارغونې په برخه کې د دویم قسط ( ۱۸۲۵۰ ) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه چې ټول ټال( ۱۳۷۳۴۵۰ ) افغانۍ د یادو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
 د یادوني وړ ده چې یادي نغدي مرستي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام او مؤسیسې تر منځ د لاسلیک شوي تفاهم نامې په اساس تر سره شوې.
همدا راز د مرستو ترلاسه کوونکو د مرستندویه مؤسسې او د کابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه وکړه او خپله خوښي څرګنده کړه او د دې نظام د بقا دعايې وکړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۱۲ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .