:: د څارنې او ارزونې ریاست ::
سریزه:
د څارنې او ارزونې ریاست دنده لري چې د ادارې د عمومي لیدلوري سره سم د روڼتیا ډاډ ترلاسه کړي. دغه ریاست د څارنې او ارزونې له لارې د ادارې د کړنو څارنه او ارزونه کوي او د چارو په ښه توګه ترسره کولو په موخه لازمې مشورې او سپارښتنې وړاندې کوي. څارنه او ارزونه د مدیریت دوه مهمې وسيلې دي چې د فعالیتونو د سم کنټرول او د سازمان د کاري کیفیت د لوړوالي لپاره حیاتي رول لري. د څارنې او ارزونې ریاست د یوې ادارې خورا اړینه برخه ده او یوه اداره کولای شي له همدې لارې د خپلو پرګرامونو او پروژو پرمختک وڅاري او په اداري چارو کې اصلاح او سمون راولي او له فساد څخه مخنیوی وکړي.
موخی:
- د یو پروګرام یا پروژی رښتینی حالت پیژندل.
- د پلان په پلي کېدو کې شته نیمګړتیاوې او د ضعف ټکي پیژندل.
- د هغو فکتورونو پېژندل چې وکولای شي په اوږد مهاله شکل د پلان او پالیسیو دوام له خطر سره مخامخ کوی.
- د هغو فرصتونو او وړتیاوو په ګوته کول چې وکولای شي دا څانګه د پلان او پالیسۍ په پلي کولو کې بریالۍ کړي.
- د ریاست د پلانونو او پالیسیو د پلي کیدو په پروسه کې د روڼتیا رامنځته کول.
- ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په موخه د کړنو د لومړیتوبونو لپاره د مناسب چاپیریال رامنځته کول.
د څارنې او ارزونې د ریاست عمده دندې:
- د پایلو پر بنسټ د کلني پلان د ۲۷، ۲۸ او ۳۰ شمېرې بند د ښه او پر وخت پلي کولو څخه څارنه او ارزونه ترسره کول.
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پایلو پر بنسټ، د درې میاشتني (ربعوار) راپور راټولول، توحید کول او په دوؤ ملي ژبو (پښتو او دري) د چارو محترمې ادارې ته لېږل.
- له ۴۴ مرکزي او ولایتي واحدونو نه څارنه او ارزونه ترسره کول.
- د وقایوي، پراختیایي او بېړنیو حالاتو د پروژو د پلي کېدو له پروسې او د هوکړه لیکونو او تړونونو نه څارنه او ارزونه تر سره کول.
- په مرکزي او ولایتي واحدونو کې له قوانینو او نورو تقنینی اسنادو له پلي کېدو څخه څارنه او ارزونه کول.
- د مرکزي او ولایتي کارکوونکو د کړنو د ښه والي په موخه د پالیسیو او کړنلارو له پلي کېدو نه څارنه او ارزونه.
- د هیواد په کچه د پېښو قربانیانو ته د مرستو د وېش، لېږد او د قراردادونو له بهیر څخه څارنه او ارزونه ترسره کول.
- د بیړنیو عملیاتو مدیریت او څارنه کول، ترڅو بېړنۍ او پر وخت مرستې چمتو شي او د پیښو له زیانمنو سره د مرستو په وېش کې د روڼتیا رامنځته کول.
- د دفتر په ټولو اداري چارو کې د اړوندو قوانینو د پلي کیدو څخه څارنه او ارزونه تر سره کول.؛
- زیانمنو ته د مرستو د وېش په اړه د مقرراتو او کړنلارو له پلي کیدو څخه ډاډ تر لاسه کول.
- په اړوندو مرکزي او ولایتي واحدونو کې د محترمې ادارې د مقام د لارښوونو له پلي کېدو څخه څارنه او ارزونه ترسره کول.
- د مرکز او ولایتونو په کچه د پېښو له امله زیانمنو شویو ته د مرستو له کیفیت او له عادلانه وېش څخه څارنه او ارزونه ترسره کول.
د ۱۴۰۲ لمریزکال راپور:
عمده کړنې:
- د څارنې او ارزونې ریاست ته یوه منظمه او روښانه تکلاره چمتو کول او له دري ژبې پښتو ژبې ته ژباړل.
- د څارنې او ارزونې پروسه د لا ښه او معیاری پلي کېدو په موخه په دوو ملي ژبو د څارنې او ارزونې په تړاو د معیاري چک لستونواو پوښتنلیکونو ترتیب کول.
- د پېښو د مدیریت په تړاو د ارزونې یو منظم پلان جوړول.
- په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د همکارو مؤسساتو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه کول.
- د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د پلانونو، پالیسیو، فرمانونو ، حکمونو او د بشردوستانه مرستو د پروګرامونو د پلي کېدو په اړه څارنه او ارزونه ترسره کول او راپور یې له مقام سره شریک کول.
- د کارکوونکو د چارو له ریاست څخه د ګمارنې له پروسې، د کارمندانو د کړنو ارزونه، روزنیز پروګرامونه، د حاضري له دفتر څخه لیدنه او د نورو اړونده اداري مسایلو څخه څارنه او ارزونه تر سره کول او توحید شوی راپور مقام سره شریک کول.
- د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له کاري پلان او د دندو د قانون سره سم د کاري پرګرامونو او د ماین پاکۍ د کړنو څخه څارنه او ارزونه ترسره کول او توحید شوی راپور یې له مقام سره شریک کول.
- د بېړنیو عملیاتو د مرکز ریاست د کاري پلان او د دندو د قانون سره سم د کاري پرګرامونو لکه، د بېړنیو پېښو همغږي، د زیانونو سروې او ارزونه، د نغدو مرستو د وېش او نورو بشري مرستې له برابرولو څېړنه کول.
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ۱۴۰۲ لمریز مالي کال د پایلو پر بنسټ، درې میاشتني (ربعوار) راپورونه راټولول، توحیدول او په دوؤ ملي ژبو (پښتو او دري) د چارو محترمې ادارې ته استول.
- له ولایتي واحدونو څخه د ۱۴۰۲ لمریز مالي کال د (فعالیتونو، لاسته راوړنو، ستونزو او وړاندیزونو) راپور راټولول او توحید شوی راپور یې د ادارې محترم مقام ته وړاندې کول.
لاسته راوړنی:
- د معلوماتو په ترلاسه کولو کې د اسانتیاوو رامنځته کول.
- په اداره کې نویو ګمارل شويو کارکوونکو ته د دندو د لایحې بندونه روښانه کول، ترڅو خپلې دندې د قانون او لایحې سره سم ترسره کړي.
- د کاري واحدونو چټکتیا او په کارونو کې لا ښه والی رامنځته کېدل.
- د اړونده ادارې د چارو د لا ښه او پر وخت سرته رسولو، په اداره کې د فساد د مخنيوي او په کړنو کې د لا شفافيت راوستولو په موخه له مرکزي ریاستونو او مستقلو آمریتونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کول.
- د فساد د مخنيوي او په قانوني بڼه د کار د سرته رسولو په منظور د پروژو د کار له کیفیت نه څارنه او ارزونه تر سره کول.
د ۱۴۰۳ لمریز کال راپور:
د لومړي ربعې راپور:
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ۱۴۰۳ لمریز کال د لومړۍ ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه درې میاشتنی (ربعوار) راپور راټولول، توحیدول او په دوؤ ملي ژبو (پښتو او دري) د چارو ادارې ته استول.
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مرکزي ریاستونو د ۱۴۰۳ لمریز کال د لومړۍ ربعې د عمده لاسته راوړنو راپور راټولول، توحیدول او له محترم مالی او اداری ریاست سره شریک کول تر څو مالیه وزارت ته په ربعوار شکل واستول شي.
- د ادارې د محترم مقام په لارښوونه، لغمان او لوګر ولایتونو ته د پیښو له امله زیانمنو شویو ته د رسیدنې په موخه د خوراکي او غیر خوراکی مرستو انتقال.
د دویمی ربعې راپور:
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ۱۴۰۳ لمریز کال د دویمې ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه درې میاشتنی (ربعوار) راپور راټولول، توحیدول او په دوؤ ملي ژبو (پښتو او دري) د چارو ادارې ته استول.
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مرکزي ریاستونو د ۱۴۰۳ لمریز کال د دویمې ربعې د عمده لاسته راوړنو راپور راټولول، توحیدول او د مالي او اداري ریاست سره شریک کول تر څو مالیه وزارت ته په ربعوار شکل واستول شي.
- په تخار ولایت کې د ۶ ټولګټو پروژو د کار د کیفیت د ښه والي او له پلان سره سم د پروژو د پلي کېدو څخه څارنه او ارزونه ترسره کول.
- په مرکز کې د طبیعی پېښو له امله زیانمنو ته د مرستو د وېش څارنه کول.
- د اسنادو د محرم ساتلو، د اداري چارو د روڼتیا او ژر تر ژره د پلي کېدو په موخه د اسنادو فائل لپاره ډیټابیس جوړول
د دریمې ربعې راپور:
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ۱۴۰۳ لمریز کال د دریمې ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه درې میاشتنی (ربعوار) راپور راټولول، توحیدول او په دوؤ ملي ژبو (پښتو او دري) د چارو ادارې ته استول.
- په اداري چارو کې د روڼتیا، چټکتیا او د ورځنیو اداري چارو د لا ښه والي او پرمختګ د تآمین په موخه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مرکزي ریاستونو او مستقلو آمریتونو کارکوونکي د دندې لائحي او کاری پلان ته متوجه کولو په منظور څارنه او ارزونه ترسره کول.
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مرکزي ریاستونو د ۱۴۰۳ لمریز کال د دریمې ربعې د عمده لاسته راوړنو راپور راټولول، توحیدول او د مالي او اداري محترم ریاست سره شریک کول تر څو مالیه وزارت ته په ربعوار شکل واستول شي.
- د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمانونو، د ریاست الوزرا د احکامو او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام د هدایاتو له پلي کېدو څخه په ټولو مرکزي ریاستونو کې څارنه او ارزونه ترسره کول.
- د آرشیف دوسیه او داغمه اجناسو د موجودیت د څېړنې لپاره د دې ریاست د درې تنه کارکوونکو موظف کېدل.
نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها
رسنیز بلنلیک
په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .
اړینه- خبرتیا
لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .