د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۱۳
news image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۲۰۳ کورنیو ته چې د سیندونو د اوبو کچې لوړېدو او بارانونو له امله کرنیزې ځمکې یې ویجاړې شوې وې، خوراکي مرستې ووېشلې.
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، الحاج محب الله جاهد وویل، چې د مرستو وېش د زیانونو د ارزونې ټیم لخوا د کره سروې له مخې او د ولایت مقام سره په همغږۍ، د مستوفیت، د فرامینو د څارنې او تعقیب ریاست د استازو په شتون کې ترسره شو.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې پړاو کې هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم او ۱ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې ووېشل شوې. هغه زیاته کړه چې په راتلونکې کې به د پنجشیر ولایت نورو ولسوالیو زیانمنو ته هم مرستې ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۳:۴
Background image

د نیمروز ولایت په پل ابریشم پوله کې نیږدې اته سوه اجباري ایستل شویو کډوالو د دې ادارې په پنډغالي کې عامه پوهاوی او روغتیایی خدمتونه ترلاسه کړل

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د راپور له مخې، په تیرو څو ورځو کې د نیمروز ولایت په پل ابریشم پوله کې نږدې (۸۰۰) راستنېدونکو ته چې له ایران هېواد څخه په اجباري توګه را. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علینګار ولسوالۍ کې د کیبلي پل د جوړولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د علینګار ولسوالۍ په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۰:۲۸
Background image

د پنجشیر ولایت په بازارک او رخه ولسوالیو کې کانالونو پاک او خوندي شول

د پنجشیر ولایت له پېښو د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وقایوي اقداماتو په لړۍ کې، په بریالیتوب سره د نولیج په کلي کې یوه لویه ځړیدلې ډبره چې د خلکو د ژوندلپاره یو جدي ګواښ وو خوندي کړه.
همدارن. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .