د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١١١ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۲۱:۱۹
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (RRAA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د کوزکونړ ولسوالۍ اړوند ١١١ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، ٩١ کورنیو هرې  یوې ته د مسؤلینو په شتون کې  ١٠,٥٣٧ افغانۍ دخوراکي توکو د پېرلو په موخه او ٢٠ نورو کورنیو هرې یوې ته د تشناب د ترمیم او جوړولو لپاره ٣,٦٢٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ١,٠٣١,٢٦٧ ( ١ میلیونه، ٣١ زره او ٢٦٧ ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانکړې شوې وې. 

نېټه: ۱۴۴۶/٩/٢٥
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د نه آنلوس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۱۲
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۲ داخلي بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF او د خوړو نړیوال پروګرام WFP دفترونو په مالي ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د سیند د اوبو مسیر د پاکولو چارې پیل شوې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د سرخ رود ولسوالۍ په کوز ککرک کلي کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله چې د سیند اوبه ورسره زیاتې شوې دي د مسیر د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .