د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۲ داخلي بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF او د خوړو نړیوال پروګرام WFP دفترونو په مالي ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۳۸ بېځایه شویو او په مرکز، احمد آباد، سید کرم، میرزکه، احمدخیل، لجه منګل، ځاځي آریوب، وزي ځډران، ګرده څيړۍ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۴ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې د WFP دفتر په مالي ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ۵۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره پنځه لکه او یو نوي زره او شپږ سوه (۵۹۱،۶۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې، همدارنګه د یاد دفتر له لوري ۳۸ بېځایه شویو کورنیو هرې یوې ته په پورتینو مرستو سربېره ۶ کیلو بیسکټ او د UNICEF دفتر له لوري هرې یوې ته یو روغتیایي کيټ ووېشل شو.
په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه دوی ته د پر وخت رسېدنې او د مرستو د وېشلو له امه خوښي څرګنده کړه او له هغوی څخه یې مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
