د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۲۱:۴۴
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې په مالي ملاتړ، ۲۳ کورنیو ته چې کورونه یې د یاد ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د تېرو سېلابونو له امله زیانمن شوي وو د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې د یاد ریاست رییس مولوي فیض الله جلالي او د موسسې د استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته له ۱۶،۰۰۰ نه تر ۱۸،۰۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۳۹۹،۸۵۰ (۳۹۹ زره او ۸۵۰) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.

نېته:۱۴۴۶/۶/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۸
Background image

د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړېدو کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بلچراغ ولسوالۍ په چهاربید کلي کې د ۸۰ متره په اوږدوالي او ۳ متره په لوړوالي استنادي دېوال د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن اېسټ موسسې ترمنځ د یو سل او نه ویشت زره او نولس (۱۲۹,۰۱۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میشن ایسټ مؤسسې له سرپرستې، میرمن ګونل جغفرو سره په خپل کاري دفتر کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۶
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې (SCI). . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .