د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په مرکز اړوند د سیند د بیستر د پاکولو چارې پیل کړې
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند په بسراق سیمه کې د تېرو سیلابونو له امله له خاورو او ډبرو څخه د ډک شوي سیند د بستر د پاکولو چارې پیل کړې.
د یاد سیند د بیستر د پاکولو چارې د پنځمې پلي لوا د ماشینرۍ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د تیلو د خریدارۍ لپاره د (۱۵۰،۰۰۰) یو سل او پنځوس زره افغانو په لګښت سره پیل شوې، چې په پاکولوالي سره به یې د سیمې اسېدونکي له ګڼو ستونزو څخه خوندي شي.
د یادونې وړ ده، چې سیمه ییزو اوسیدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري د لوی رئیس او د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه د دوی دې ستونزې ته د پر وخت رسېدنې له امله مننه او قدرداني وکړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
